د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د ډېټابېس او معلوماتو ریاست ولایتي کارکوونکو لپاره څلور ورځینی روزنیز ورکشاپ پېل شو

asad_admin
Sun, Dec 15 2024 12:34 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د ډېټابېس او معلوماتو ریاست له لوري د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم زده کړې تر عنوان لاندې څلور ورځینی روزنیز ورکشاپ د یاد ریاست اړوند (۶۰) تنو  ولایتی کارکوونکو ته دایر شو، په پام کې ده چې یاد کارکوونکي به د ورکشاپ له بشپړولو وروسته وکولای شي په خپلو ولایتونو کې یاد سیسټم پلي کړي.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د غونډو په عمومي تالار کې جوړ شوی وو، په هغه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر،  یو شمېر آمرینو او د ډېټابېس او معلوماتو ریاست کارکوونکو شتون درلود.

د دې روزنیز ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو ظرفیت لوړولو په موخه د ورکشاپ د دایرولو پر اهمیت تفصیلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د معلوماتو او ډېټابېس ریاست ټول مراجعین د ټولنې یو ډیر اړمن او محروم قشر دی، هغوی ته باید د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پالیسۍ له مخې معیاري خدمتونه وړاندې شي، د هغوی څخه هر اړخیز ملاتړ وشي او د ثبت او راجسټر لړۍ یې په بشپړ شفافیت پر مخ یوړل شي.

نوموړي په ښه توګه د ورسپارل شويو مسؤلیتونو ترسره کول، د سلسلې مراتبو مراعاتول، له بې ضرورته غیر حاضري څخه ډډه کول، د اړینو مهارتونو او وړتیاوو درلودل او ځینې نور موارد یې د بریالیو مدیرانو مهمې ځانګړتیاوې وبللې.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي د ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې په نوي الکټرونیکي سيسټم کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د ثبت په برخه کې له پوره دقت څخه کار واخلي او یاده پروسه په مسلکي ډول پرمخ یوسي.

په دې پروګرام کې، د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي د کارکوونکو د ظرفیت لوړونۍ په برخه کې یې د دې روزنیز ورکشاپ یوه مهمه اړتیا وبلله او ویې ویل: ګډونوال به د روزنیز ورکشاپ د بشپړولو وروسته وکولای شي د ډېټابېس او معلوماتو ریاست غوښتنو سره سم، خپلې ورسپارل شوې چارې په ښه توګه او اخلاص سره ترسره کړي او د ټولنې له اړمن قشر (یتیمانو، کونډو او معلولینو) خدمت وکړي. 

د دې پروګرام په ترڅ کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش د ډېټابېس او معلوماتو ریاست د کارونو او مسؤلیتونو په هکله مفصلې خبرې وکړې او په مناسب ډول یې معلوماتو ته لاسرسی، د اطلاعاتو مصؤنیت او امنیت، د باور او اعتماد رامنځته کول، د جعل او تزویر مخنیوی، د راپورونو په ترتیبولو کې آسانتیا او د وخت له ضایع کیدو څخه یې مخنیوی د نوي بريښنایي سیسټم له مهمو ګټو څخه یاد کړل.

هغه همداراز د یتیمانو، کونډو او معلولینو د معلوماتو په ثبت او راجستر کې د کمپیوټر پروګرامونو سره د آشنایي پر اهمیت او ارزښت هم خبرې وکړې او د ورکشاپ ګډونوال یې وهڅول چې په دې برخه کې په مسلکي ډول عمل وکړي

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS