د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو ته د خیاطۍ ماشینونه وویشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د یوې خیريه مؤسسې سره په همغږۍ دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو ته د اقتصادي بساینې او کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د خیاطۍ دوه سوه ماشینونه وویشل.
د يادونې وړ ده چې د یادو مرستو د ویش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د څارنې او ارزونې ریاست استازو او د مؤسسې ځینو مسؤلینو ګډون درلود.