د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په موخه د احساس ټولنیزې مؤسسې سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۱۲
mmd

یاد هوکړه لیکونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د احساس ټولنیزې مؤسسې مسؤل ترمنځ لاسلیک شول چې له مخې به یې په دو سوه او پنځه وېشت (۲۲۵) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې په غور او بامیانو ولایتونو کې البسه او د سوند توکي ووېشل شي.

د يادونې وړ ده چې د یادو پروژو ټوليز ارزښت دوه ویشت زره او پنځه سوه (۲۲۵۰۰) امریکایي ډالره دی، چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS