د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۹:۳۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني ننګرهار ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د دې وزارت اړوند ریاست د کاري بهیر او د اجراآتو څخه ارزونه ترسره کړه او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره یې د لوړ کیفیت خدمتونو وړاندې کولو په پار کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

محترم شیخ صاحب همداراز د ننګرهار ولایت له والي محترم ملا محمد نعیم آخند سره هم وکتل او د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اداري ودانۍ ستونزه یې ورسره شریک کړه، په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت والي یادې ستونزې ته د پوره رسیدګي ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS