د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د اروپايي ټولنې د ټولنیزې پراختیا له رئیس سره وکتل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د اروپايي ټولنې د ټولنیزې پراختیا څانګې له مشر ښاغلي ویم ریپما سره وکتل.
په دې کتنه کې د اروپايي ټولنې د ټولنيزې پراختيا د څانګې مشر ښاغلي ويم ريپما له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د اروپايي ټولنې د مرستو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: اوس هم اروپایې ټولنه د بشري مرستو په برخه کې د دې هېواد له خلکو سره خپلو مرستو ته ژمن دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني هم د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې، او له ښاغلي ویم ریپما څخه یې وغوښتل چې د معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو زمینه او همدارنګه د ویلچیرونو او هغوې ته د مصنوعي غړو د جوړونې زمینه برابره کړي.
د اروپایې ټولنې د ټولنیزې پراختیا رئیس ښاغلي ریپما هم د معلولیت لرونکو وګړو سره پر اوږدمهاله مرستو ټینګار وکړ، او ژمنه یې وکړه چې معلولیت لرونکو وګړو ته به د ښه ژوند کولو او همدارنګه د حرفوي زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.