د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه د افغانستان د ښځو د حقوقي خدمتونو له مؤسسې یا (AWRO) سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس ښاغلي ملا صدو خان حق پرست او د افغانستان د ښځو د حقوقي خدمتونو مؤسسې یا (AWRO) د رئیس محترم سید فرهاد الله عبادي ترمنځ لاسلیک شو، د هغې پر بنسټ به د بلخ ولایت د چمتال، نهر شاهي، بلخ او شولګرې ولسوالېو کې درې سوه دېرش (۳۳۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي توکي چې په هغې کې به اوړه، غوړي، حبوبات او مالګه شامل وي، وویشل شي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس ښاغلي ملا صدو خان حق پرست د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د یادې مؤسسې له رئیس څخه مننه وکړه او د یاد هوکړه لیک د تطبیق په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت درې اویا زره درې سوه او اته پنځوس (۷۳۳۵۸) آمریکایي ډالره دى، چې د شپږو میاشتو په موده کې به په دوو پړاونو کې بشپړه شي.