د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست اړوند کارمندانو د کړنو او فعالیتونو ارزونه ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۹:۲۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د منظم پلان له مخې، د دې وزارت د ټولو کارکوونکو د کړنو او فعالیتونو د ارزونې پروسه چې څه موده وړاندې د ټاکل شوې کمېټې له لوري پېل شوې وه، نن د کارکوونکو چارو ریاست اړوند کارمندانو د یو کلني فعالیتونو او کړنو ارزونه ترسره شوه.

په یادې کمېټې کې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صديقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد او د سوانح او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي شتون لري.

د دې ارزونې اصلي موخه په کاري بهیر کې د شته ستونزو او ننګونو په نښه کول، د اداري چارو د کیفیت لوړول او د هغو برخو پېژندنه ده چې کارکوونکي یې د ظرفیت لوړولو روزنیزو پروګرامونو ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د. . .

BACK TO NEWS