د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۹:۲۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند په مشرۍ او د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخوند، د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د ننۍ غونډې موضوعات چي د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان لخوا وړاندې شول،  په کې د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو د ورکړې پر څرنګوالي خبرې اترې وشوی او پریکړه وشوه چي د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو حقوق به د ربعوار په ډول ورکول کیږي، همداراز د سلو فلجیانو لپاره د اعاشې او استوګنځي  برابرول، د وزیرانو شورا لخوا د یتیمانو د تثبیت فورمې او همدارنګه د انتظار به معاش کارکوونکو د برخلیک روښانه کولو په هکله هر اړخیزي خبرې اترې وشوی، او  د ستونزو د حل پر لارو چارو لازمې سپارښتنې ورکړل شوی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس کندز ولايت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۹
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د(ZFA) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او د نورو خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

BACK TO NEWS