د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش ریاست يو پلاوي په فراه ولایت کې د یاد وزارت د اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه وڅیړل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تفتیش آمر ښاغلي مولوي امان الله جمالي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد وزارت د داخلي تفتیش ریاست دوه مسلکي غړو هر یو ښاغلي سید رضا رضايي او ښاغلي امین الله امیني یې ملتیا کوله، د فراه ولایت د شهیدانو اومعلولینو چارو ریاست څخه ارزونه او څیړنه ترسره کړه، په یاد ریاست کې شته ستونزې په نښه او د حل په موخه یې د یاد ریاست مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.