د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تشکیلاتي طرحې د ترتیب په موخه ګمارل شوې کمېټې خپل کار عملاً پېل کړ

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۵:۳۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د تشکیلاتي او د مالي او بودجوي مسایلو طرحې د ترتیب په موخه د دې وزارت د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحیکم حقاني تر سرپرستې لاندې ګمارل شوې کمېټه چې د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي یې غړیتوب لري، درې ورځې وړاندې یې خپله مقدماتي غونډه ترسره کړه چې په دې غونډه کې د تشکیلاتي طرحې په جوړښت او همداراز د بودجوي او مالي مسایلو اړوند هر اړخیزې خبرې وشوې همداراز په دې غونډه کې د بودیجې د کسر د مخنیوي په برخه کې د تشکیلاتي تورم (غیر متناسب تشکیل) څخه د مخنیوي، د غیر ضروري بستونو د ازدیاد او د وظیفوي تداخل پر له منځه وړلو ټینګار شوی وو.

د پورتنې غونډې له تعقیب سره سم د بشري سرچینو په ریاست کې ګمارل شويو کسانو د مرکزي او ولایتي ریاستونو د تشکیلاتي طرحې د جوړولو په موخه خپلې چارې رسماً پیل کړې.

په پام کې ده، ګمارل شوې کمېټه به، د دې وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال د تشکیلاتو طرحه ترتیب او د نورو اجراآتو په موخه به یې د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارتي تشکیلاتو د بېاکتنې له ریاست سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS