د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په پکتیکا ولایت کې د یاد وزارت د اړوند ریاست له کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یو با صلاحیته پلاوي په مشرۍ په پکتیکا ولایت کې د نوموړي وزارت د اړوند ریاست له فعالیتونو او کړنو هر اړخیزه ارزونه وکړه.

ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د خپل سفر اصلي موخه د یاد ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو او خنډونو له منځه وړل او يتيمانو، معلولينو او کونډو ته د شفافو او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي ارزونه وبلله.

نوموړي همدا راز زیاته کړه: په هیواد کې د وروستیو ۴۳ کلنو جګړو له امله زموږ  زیات شمیر هیوادوال یتیمان او معلول شوي دي. نوموړي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د جوړېدو اساسي موخه یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو حل وباله، هغه همداراز د بودیجې پر وخت او پر شفاف ډول مصرفولو هم ټینګار وکړ.

د يادونې وړ ده چې د یاد پلاوي په تشکيل کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د داخلي تفتيش رئیس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني او د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلی مولوی نورالحق حقاني هم شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS