د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي د یو لړ سفرونو په ترڅ کې د دغه وزارت له اړوند ریاست څخه په فراه ولایت کې ارزونه وکړه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۰:۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د یو با صلاحیته پلاوي سره ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه ارزونه وکړه او د یاد ریاست ټولې کړنې او فعالیتونه یې په هر اړخیز ډول وڅیړل.

په دې ارزونه  کې ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د اړوند ریاست اداري کارکوونکو ته په وینا کې وویل: د اسلامي امارت بودجه ملي ده، نو له دې امله  د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته ځانګړې شوې بودجه دې د معلولیت لرونکو او یتیمانو کورنیو ته پر وخت ورکړل شي. نوموړي ټینګار وکړل چې د قانون له مخې د بودیجې په لګولو کې هر ډول بې غوري جرم ګڼل کېږي، نو د بودیجې په شفافیت او مصرف کې  باید جدي پاملرنه وشي.

د فراه ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس ښاغلي مولوي برهان الدين حليم د بودیجې څخه پر وخت ګټه اخيستل د دغه رياست له لومړيتوبونو څخه وګڼل، په ورته وخت کې نوموړي په دې رياست کې د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ستونزې او ننګونې په ګوته کړې، او د وزارت څخه راغلي پلاوي هم ژمنه وکړه تر څو د ریاست پروړاندې شته ستونزې له منځه یوړل شي.

د يادونې وړ ده، چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت پلاوي له دې وړاندې د اروزګان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو له رياست څخه ليدنه کړې او ټاکل شوې ده چې دغه پلاوى به د هلمند او کندهار ولايتونو د شهيدانو او معلولينو چارو ریاستونو د کړنو څخه هم ارزونه وکړي او د بودیجې د مصرف پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې به له منځه یوسي تر څو بودیجه پر شفاف او اغیزمن ډول مصرف شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS