د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغان پراختیا مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۱۰) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغان پراختیا (ADA) مؤسسې سره د (۱۰) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۵۳۳) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې پروژې له مخې، د کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې (۱۷۴) تنو معلولیت لرونکو وګړو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي، دغه زده کړې به د خیاطۍ، نجارۍ، د موبایل ترمیم، د موټر او موټرسایکل ترمیم په برخو کې ورکړل شي، سربېره پر دې، هر ګډونوال ته (۲۵۰۰) افغانۍ نغدي مرستې هم د ترانسپورټ او د غرمې ډوډۍ د لګښت لپاره ورکول کېږي. همدارنګه، د (۱۵۰۰) تنو لپاره د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو او په ټولنه کې د هغوی د ملاتړ په اړه د عامه پوهاوي غونډې د کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو په ولسوالیو کې ترسره کېږي. د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست او د افغان پراختیا مؤسسې ترمنځ لاسلیک شو، چې د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به د (۷) میاشتو په موده کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS