د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د یتیمانو د ملاتړ په موخه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۹:۱۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر یې ملتیا کوله، د یتیمانو د ملاتړ په موخه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ، یاده غونډه د نداء الخیر مؤسسې له لوري د نورالهدا او امام بخاري رحمه‌الله دارالأیتامونو د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د پالنې په موخه په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړه شوې وه، محترم وزیر صاحب د یتیمانو سره د همدرۍ ترڅنګ، هغوی سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د. . .

BACK TO NEWS