د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او اړوندو ادارو تر منځ د نوي برېښنایي سیستم د تطبیق طرزالعمل لاسلیک شو

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۹:۲۲
mmmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او اړوندو ادارو تر منځ د نوي برېښنایي سیستم د تطبیق طرزالعمل لاسلیک شو.

یاد طرزالعمل نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په حضور کې د دې وزارت د تخنیکي چارو مرستیالې جمیلې نورستانۍ، د ملي دفاع، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو د استازو له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو.

د شهیدانو او معلولینو د حقوقو د مدیریت لپاره د واحد مرکزي سیستم رامنځته کولو حکم د جلالتماب جمهور رییس له خوا صادر او اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې وه، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او اړوندې ادارې دې له نوي برېښنایي سیستم څخه د ګټې اخیستنې په موخه په ډېټابېس کې درج د ټولو معیارونو او مسولیتونو مشخصونکی طرزالعمل په مشترکه توګه جوړ او تطبیق کړي.

دا چې د شهیدانو وارثین او معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو په ورکړه کې ځنډ رامنځته کېده او اړتیا وه چې د اړوندو ادارو تر منځ ښه همغږي رامنځته شي، د دې سیسټم پر بنسټ به ټولې ادارې په خپلو برخو کې دې قشر ته رسیدنه وکړي.

د سیستم د رامنځته کېدو اصلي موخه د شهیدانو او معلولینو د حقوقو مدیریت، په چارو کې د روڼتیا تامین او یادو قشرونو ته د پر وخت او چټکو خدمتونو وړاندې کول او شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او اړوندو ادارو له لوري د شهیدانو وارثین او معلولین یوه واحد سیستم ته پورته کړي.

نوی برېښنایي سیستم ته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ټول پخواني معلومات لېږدول شوي دي. یاد سیستم داسې ډیزاین شوی، چې ټولې مرحلې (راجسټرېشن، تثبیت، محاسبه، تادیات او مالي کنټرول) چارې ترسره کوي. د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د بانکي حسابونو پرانیستلو او د دې سیستم له لارې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه اړوندو بانکونو د لیستونو استول هم تنظمیږي.

د نوي برېښنایي سیستم تخنیکي ډله تر ډېرو هڅو وروسته بریالۍ شوه، چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو ورکړې سیستم د مالیې وزارت د پیسو ورکړې سیستم سره په انلاین توګه ونښلوي او دا حوالې به له دې وروسته په برېښنایي توګه ولېږل شي. د سیستم پراخېدو سره به د شهیدانو او معلولینو ولایتي آمریتونو ته هم ورسره وصل شي.

د نوي برېښنایي سیستم د تطبیق طرزالعمل لس پړاوه لري او د جمهوري ریاست عالي مقام په حکم ورته د مرکز او ولایاتو په کچه باصلاحیته کمېټې ټاکل شوي دي. په یادو لسو مرحلو کې د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د اسناد څېړنه، سمونه، ثبت، سیستم ته لېږدول، د اسنادو تایید او تثبیت، نویو ثبت شویو معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته د بانکي حسابونو پرانیستل، د برېښنایي سیستم له لارې د معلولیت او شهادت کارتونو چاپول، برېښنایي آرشیف، د حقوقو محاسبه او مالي چارو څارنه او کنټرول شامل دي.

د یادې هرې برخې د عملي کولو لپاره په طرزالعمل کې اړینې لارښوونې، وړاندیزونه، د اړوندو ادارو اړتیاوې او د پام وړ ټکي یاد شوي، چې د نوي برېښنایي سیستم په تطبیق کې ضروري دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS