د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې په مرکز کې (۱۲۰) تنو زده کوونکو نغدي او د خوراکي توکو مرستې تر لاسه کړې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۳:۳۰
mmd

د (HHRD) خیریه مؤسسې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې په مرکز کي د حرفوي زده کړو (۱۲۰) تنو زده کوونکو ته مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله خوراکي توکي (غوړي، اوړه، بوره، لوبيا، مالګه او دال) شامل وو، وویشل. همداراز د دې تر څنګ یادو زده کوونکو ته د ترانسپورت د کرایې په موخه هم مرسته ترسره شوه چې هر زده کوونکي ته دري زره او شپږ سوه او شپیته (۳۶۶۰) افغانۍ ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده چې د یادو مرستو د ویش پر مهال د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز رئيس محترم ملا رحمت اللّٰه خالد د یادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS