د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د پکتيا له مستوفي سره وليدل

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۹:۳۹
dsd

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د پکتيا له مستوفي سره وليدل

نن دوشنبه (۳۱وږې)، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير، لعل الدين آريوبي پکتيا ته د خپل ولايتي سفر په ترڅ کې د پکتيا ولايت له مستوفي سره د شهيدانو او معلولينو د حقوقو او امتيازاتو د ورکړې او بانکي سازۍ په تړاو ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې له ښاغلي آريوبي صيب سره د پکتيا محترم والي حليم فدايي او د پکتيا د شهيدانو او معلولينو چارو آمر بختيار ځاځي هم ملتيا کوله.

ښاغلي آريوبي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د حقوقو او امتيازاتو د ورکولو په برخه کې د اسانتياوو را منځته کولو او بانکي سازۍ په هکله خپل وړاندېزونه، غوښتنې او لارښونې د پکتيا له محترم مستوفي سره شريکې کړې.

د پکتيا مستوفي له ښاغلي لعل الدين آريوبي او مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د پکتيا جګړو ځپلو ولسونو د ستونزو د اورېدو او حل په پار يې دغه ولايت ته سفر کړی او د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د امتيازاتو د ورکړې پروسې بانکي سازۍ بهير د چټکتيا په تړاو يې له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ناسته مازيګر مهال په پای دوعا سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS