د سمنګانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۲:۲۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست او ورسره مل تخنیکي او مسلکي پلاوي د سمنګانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او بایومټریک په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د سمنګانو ولایت د والي مرستیال محترم الحاج ملا داد خدا خادم، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم الله محمد دوست، د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قیام الدین خالد او د یاد ولایت ځینو مسؤلینو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د سمنګانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قیام الدین خالد خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په دې ریاست کې د نوي الکټرونیکي سیسټم فعال کیدل دا څرګندوي چې اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دې قشر په لاسنېوي کې پوره هلې ځلې کوي او د ولایت د مقام څخه یې یاد قشر ته د استوګنځېو او کاري فرصتونو د برابرولو په برخو کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

همداراز په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست خبرې وکړې او ویې ویل: نړۍ ثانیه په ثانیه د پرمختګ په لور روانه ده او ورځ تر بلي ټول سيسټمونه د الکټرونیکي کېدو او ډیجیټلایز کېدو په لور درومي ترڅو د نورو ګڼو ګټو ترڅنګ چټکتيا، دقت، رونټیا او آسانتيا رامنځته کړي نو په همدې اساس د ډېټابېس او معلوماتو ریاست د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د عمده او اساسي موخو ترلاسه کولو په ترڅ کې دا ځل ویاړ لري چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره نوی الکټرونیکي سیسټم په دې ریاست کې فعال کړي چې په دې ترتیب سره دا سیسټم د هېواد په (۲۶) ولایتونو کې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په ورته وخت کې د سمنګانو ولایت د والي مرستیال محترم الحاج ملا داد خدا خادم خبري وکړي او زیاته یې کړه: الله تعالی هغه کسان ستایلي دي چې د شهیدانو د ورثه ؤ، معلولینو او بېوزلو وګړو لاسنیوی کوي او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبري څخه یې مننه وکړه چې بې له هر ډول سمتي، قومي او ژبني توپیر او تبعیض پرته د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د خدمت کولو په لړ کې یې له هیڅ راز هلو ځلو درېغ نه دی کړی. هغه همدارنګه د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په ترڅ کې اخلاص او صداقت ته اشاره وکړه او غوښتنه یې وکړه چې ټول کارکوونکي دي په پوره اخلاص او رېښتینولي خپلې چارې پرمخ یوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS