د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسي ترسره شوه
د کاري بهير د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رياست د ولايتونو د تفتيش آمر محترم مخدوم ویس الدین جلیلي په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکي محترم محمد یاسین ادیب يې ملتیا کوله، زابل ولایت ته یې سفر وکړ.
نوموړي پلاوي په زابل ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري په تېر کال کې د مصرف شوې بوديجې څرنګوالی، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه، شته ستونزې یې په نښه او د ښې رسیدنې په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
