د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست او ورسره مل تخنیکي او مسلکي پلاوي د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او بایومټریک په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د بغلان  ولایت والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم الله محمد دوست، د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالحکیم نافذ او د یاد ولایت ځینو مسؤلینو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالحکیم نافذ  خبرې وکړې او له وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت شویو آمارو، د عمده کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست خبرې وکړې او ویې ویل چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د چارو د رهبرۍ، مدیریت، څارنې او ادغام په موخه رامنځته شوی او په بېلابېلو لکه د ټولنیز او اقتصادي ملاتړ، د پوهاوي کچې لوړول، په ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي برخو کې د هغوی د ونډې کچه لوړول او ادغام کولو په برخو کې یاد قشر ته خدمات او آسانتیاوې وړاندې کوي چې د  همدې موخې ترلاسه کولو لپاره نوی الکټرونیکي سیسټم رامنځته شوی ده.

 هغه زیاته کړه د ډېټابېس او معلوماتو ریاست وکولای شول د خپل کلني پلان د سیسټم پرمختیا په برخه کې د ټاکل شوو ولايتونو سربېره په څلورو نورو ولایتونو کې هم نوی الکټرونیکي سیسټم فعاله کړي چې له دې سره تر دې دمه د هېواد (٢٨) ولايتونو ته یاد سیسټم وغځول شو.

په دې غونډه کې د بغلان ولایت والي محترم  مولوي عبدالرحمن حقاني په خپلو خبرو کې د یاد سیسټم په فعالېدو خوښي څرګنده کړه او د پوره همکاري ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS