د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال شو

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۵۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ یو تخنیکي او مسلکي پلاوي، بادغیس ولایت یې د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټر په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او د ګټې اخیستنې لپاره یې چمتو کړ.

په همدې موخه په جوړ شوي پروګرام کې محترم مولوي باقي بالله فضلي د سیسټم کارونې د څرنګوالي په هکله اړوند معلومات د یاد ریاست له کارکوونکو سره شریک کړل.

په ورته وخت کې د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم شیخ محمد اسماعیل رحماني په یاد ریاست کې د سیسټم د فعالیدو څخه یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۲۵
Background image

د کابل ولایت اړوند پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي سوداګر په مالي همکارۍ په (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې اوړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هندز نړیوالې (MHI) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو ورځنیو اړتیاوو ته د رسیدګۍ په موخه، د مسلم هند‌ز نړیوالې (MHI) مؤسسې سره د (۱۱) زره او (۴۳۲) ډالرو په ارزښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

کابل ولایت اړوند پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په مالي همکارۍ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق ته (۵۰۰۰) افغانۍ ورکړل. . .

BACK TO NEWS