د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین اریوبي لنډ ژوند لیک

Pic

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین اریوبي لنډ ژوند لیک

 

ښاغلی لعل الدین اریوبي د ارواښاد نور الدین اریوبي زوی، چې په ۱۳۶۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۵ نېټه د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ په یوه متدینه، علم پروره او روڼ اندې کورنۍ کې زېږېدلی دی.

د ښاغلي اریوبي کورنۍ په هېواد کې د کورنیو جګړو او داخلي اړو دوړ له پیلېدو سره ګاونډي هېواد پاکستان ته مهاجره شوه او نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د خېبر پښتونخواه د التقوی په ساینسي او تجربوي لېسه کې پای ته ورسولې.

په هېواد کې د نسبي ټیکاو له رامنځته کېدو سره سم یې کورنۍ هم د مهاجرت دیار ترک او خپل ګران هېواد ته راستنه شوه. دا، چې دلته لوړو زده کړو ته د لاسرسي زمینه برابره شوې وه او ښاغلي اریوبي هم په یادو زده کړو بسنه غوره چاره نه ګڼله، نو زده کړو سره د ډېرې مینې پایله یې دا شوه، چې په ۱۳۸۶لمریز کال کې د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه د لېسانس سند په لوړه درجه ترلاسه کړي. 

ښاغلی اریوبي د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې راهیسې د ادارې او پالیسې په برخه کې د خپلې ماسټرۍ سند ترلاسه کولو په موخه دنیا پوهنتون کې په زده کړو بوخت دی او ډېر ژر به دا علمي سند هم په بریالۍ توګه ترلاسه کړي.

ښاغلی اریوبي د هېواد د یوه ځوان او علمي کادر په توګه له مختلفو دولتي او غیر دولتي ادارو سره په مختلفو بستونو کار کړی  او د کار پر مهال د لاسته راوړنو تر څنګ د مختلفو نهادونو له لوري ستایل شوی هم دی.

نوموړي خپله لومړنۍ دنده په ۲۰۰۷ز کال کې د خوست ولایت د پوهنې ریاست د خدمتونو او تدارکاتو د مسول په توګه پیل کړه او یو کال یې دوام وکړ. ورپسې یې د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون کې د یو کال لپاره د اقتصاد په پوهنځي کې د افتخاري استاد په توګه خدمت ترسره کړ.

ښاغلی اریوبي په یاد ولایت کې د ښو فعالیتونو ترسره کولو وروسته  په ۲۰۰۸ز کال کې د افغان ولسمشر په دفتر، چارو ادارې، وزیرانو محترمې شورا او د ولسمشر د امنیت په دفتر او د مالیې وزارت د واحدې پالیسې او تدارکاتو د سلاکار په توګه په دنده وګمارل شو او دلته یې هم د خپلې یو کلنې کارې مودې په لړ کې د پام وړ کړنې او فعالیتونه ترسره کړل.

له ۲۰۰۹ز څخه تر ۲۰۱۰ز کاله پورې د تدارکاتو آمر او همدارنګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون سره په کابل کې د ماسټر ټرینر په توګه په دنده بوخت و، چې د عامې روغتیا وزارت پام ورواوښت او د ملي تدارکاتو او عامي روغتیا وزارت د تړونونو د سلاکار په توګه یې وګماره. ښاغلي اریوبي دلته هم ځان ثابت کړ او تر ۲۰۱۲ کاله پورې یاد وزارت سره د سلاکار په توګه پاتې شو.

د عامې روغتیا وزارت سره سره یې په ۲۰۱۲ز کال کې خدای پاماني وکړه او د ۲۰۱۳ز کال تر نومبر پورې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پراختیایی پروژو د اجراییوي رییس په توګه دنده پیل کړه.

ښاغلي اریوبي د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پراختیایي پروژو کې له ځانه د وړتیا په ښودلو سره د ۲۰۱۳ز کال په ډېسمبر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د کار جواز لیک د وېش پروژې د رییس په توګه وټاکل شو او د ۲۰۱۶ز کال تر مارچ پورې د یادې ادارې رییس پاتې شو.

دا، چې ښاغلي اریوبي د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره د پام وړ کړنې ترسره کړې او د وزارت چارې یې په ښه ډول پر مخ یوړې په ۲۰۱۶ز کال کې د یاد وزارت د مالي او اداري معین په توګه وټاکل شو. نوموړي دلته هم له ځانه وړتیا وښوده او د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو کورنیو ته د ښه خدمت له امله یې وکړای شوه، چې دا معینیت په یوه جلا اداره بدل کړي. په لنډه موده کې یې د هېواد د جلالتماب ولسمشر پام ځانته راواړوه او په ۲۰۱۸ز کال کې دا معینیت د ولسمشر د ځانګړي حکم پر بنسټ د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ملي ملاتړ په خپلواکه اداره بدل او ښاغلي اریوبي یې د ستر رییس په توګه وټاکل شو.

ښاغلي اریوبي د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو د ملي ملاتړ خپلواکې ادارې په چوکاټ کې په لنډه موده کې یاد قشر ته د پام وړ خدمتونه ترسره کړل تر دې، چې د ده په هڅو دې ادارې د وزارت کچې ته ارتقا وکړه او اووه میاشتې وړاندې د ولسمشر د ځانګړي حکم په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رامنځته او ښاغلی اریوبي یې د وزیر په توګه وټاکل شو.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي اریوبي په مختلفو ملي او سیمه ییزو ورکشاپونو او سیمینارونو کې د علمي او تخنیکي تجربو ترلاسه کولو په موخه په ځانګړي ډول د رهبرۍ او مدیریت، مالي او حسابي، تدارکاتو( ساختمان، اجناسو، خدمتونو لکه مشورتي او غیر مشورتي، پلان جوړونې، د پرېزیڼېشن ترتیب او وړاندې کولو، پرپوزل لیکنې او د څارنې او ارزونې په برخو کې فعاله ونډه اخیستې ده.

ښاغلي اریوبي په دریو ژبو پښتو، دري او انګلیسي روانې خبرې کوي او دا وړتیا لري، چې مهم او کلیدي بستونه په هدفمنده توګه مدیریت کړي. هېواد او هېوادوالو ته خدمت یې لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې خپل تعهد او ژمنتیا په ثبوت رسولې.

ښاغلي اریوبي د خپل کاري ژوند په لړ کې له ځانه د ښو او اغېزناکو فعالیتونو او کړنو په ښودلو سره له مختلفو ملي نهادونو مډالونه او ستاینلیکونه ترلاسه کړي، چې

د ولسمشر ماڼې له لوري د میر مسجدي خان عالي دولتي مډال پکې شامل دی او د دې تر څنګ د عامې روغتیا وزارت، کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، ولسي جرګې او مشرانو جرګې له لوري په ستاینلیکونو ستایل شوی دی.