د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د مرکزي او ولایتي ریاستونو د تفتیش بهیر د لا ښه والي په موخه غونډه ترسره کړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د ارزونې، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن مدیریت لپاره د اړینو سپارښتنو وړاندې کولو د څرنګوالي په موخه، د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د دې ریاست د رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د اړوندو برخو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم مولوي محمد انور برادر د مرکزي او ولایتي واحدونو د تفتیش د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې د تفتیش او بررسۍ پر مهال له کارکوونکو سره نیک چلند وکړي، خپلې چارې د منظم پلان له مخې ترسره کړي او د پلټنې په جریان کې د وزارت اصولو او د رهبري شورا پرېکړو ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د اړوندو ریاستونو د چارو د ښه والي لپاره باید رغنده لارښوونې وړاندې شي او په ریاستونو کې د همغږۍ او همکارۍ فضا لا پیاوړې شي، څو د پلټنې چارې په منظم، شفاف او اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي.
د غونډې ګډونوالو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، له هر اړخیز بحث وروسته، د کورنۍ پلټنې ریاست د محترم رئیس له لوري لازمې پرېکړې وشوې.
