د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
Sun, May 03 2026 9:23 AM

د چارو د لا ښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د شفافو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ، د پلاوي په ترکیب کې د یاد ریاست کارکوونکي هر یو ښاغلی نذیر احمد احمدي، ښاغلی نصیر احمد حکیمي او ښاغلی محمد یاسین ادیب شامل وو.

یاد پلاوي د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره په (۱۴۰۴) مالي کال کې د ځانګړې شوې بودجې د مصرف څرنګوالی، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د خدمتونو وړاندې کول او یو شمېر نور اړوند موضوعات په هر اړخیزه توګه بررسی کړل، شته نیمګړتیاوې په نښه او د رسیدګي په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز د کورنۍ پلټنې پلاوي د بلخ ولایت په مزار شريف ښار، چمتال او بلخ ولسوالیو کې د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واوریدې.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Thu, Jul 29 2021 11:52 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ رهبریتی بوییچه مجلیس اوتکزدی

شنبه ۱۲ سرطان آیی ۱۴۰۰ ییل

   پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری رهبریتی ده مجلیس اوتکزدی.

     بو مجلیس ده شهدا و ناگرانلر نینگ اسنادلری نی تطبیق و برسی قیلیش،. . .

BACK TO NEWS