په بغلان ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو ته خوراکي توکي ووېشل شول
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مدنيت خيريه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولیت لرونکو وګړو، سیلاب ځپلو او بېرته هېواد ته راستانه شویو کسانو ته بېلابېلې مرستې ووېشلې.
په یادو مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي، ځینې نور خوراکي او غیرخوراکي مواد شامل وو.
د مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد ډاډ ورکړ چې د خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسساتو سره په همغږۍ به د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته لازمې مرستې برابرې کړي.
