د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۶) لکه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د هوسا ژوند برابرولو په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره د (۶) لکه، (۱۶) زره او (۱۶۸) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې په کابل، لوګر، تخار، ننګرهار او کاپيسا ولايتونو کې د (۱۰۰۰) تنو ثبت شويو يتيمانو لپاره د کال په څلورو پړاوونو کې مرستې په منظم ډول چمتو او ووېشل شي.
په دغو مرستو کې (۶) ډوله خوراکي مواد، (۵) ډوله د حفظالصحې توکي او همداراز (۱۱) قلمه قرطاسيه باب شامل دي، چې د يتيمانو د ملاتړ او هوساينې لپاره په پام کې نيول شوي دي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (ZFA) خیریه مؤسسې رئیس محترم ډاکټر حمید الدین یولداش ترمنځ لاسلیک شو، چې د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به د یو کال په موده کې تطبیق شي.
د یادونې وړ ده چې يادې خيريه مؤسسې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره په همغږۍ، تر دې وړاندې هم د زرګونو يتيمانو، کونډو او معلولينو سره په مرکز او ولايتونو کې بېلابېلې مرستې ترسره کړې دي.
