د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت رياست له رئيس سره وکتل

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو د ورکړۍ په بهیر کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه، د یاد ولایت د مستوفيت له رئيس محترم مولوي محمد رفیق فاروقي سره ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړۍد اوسني بهیر څخه ارزونه وکړه او د شته ستونزو د حل، په یاده برخه کې د لازمو سهولتونو د رامنځته کولو او د دواړو رياستونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د لاپیاوړتیا په هکله خبرې وشوې.
محترم قاري شمسالامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او له مستوفیت ریاست څخه یې په یاده برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د مستوفیت رئیس هم ډاډ ورکړ چې د شهيدانو ورثه وو او معلولینو پر وړاندې شته ستونزو ته به پوره رسیدګي وشي او د هغوی لپاره به لازمې اسانتياوې برابرې کړي.