د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۷۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او عامو اړمنو هېوادوالو باندې خوراکي توکي ووېشل، په یادو توکو کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور اړین مواد شامل وو.
یادې مرستې د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رئيس محترم مولوي علاؤ الدين سعد، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم، د وزارت د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د خیریه مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې مستحقو کسانو ته په شفاف او عادلانه ډول ورکړل شوې.
