په غزني ولایت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۴۷
mmd

د غـزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ پر (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل.

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور ‌د‌ اړتيا وړ مواد شامل وو، په شفاف ډول پر مستحقو کسانو باندې ووېشل شول.

د غزني ولایت د‌ شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د مرسته کوونکې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او له هغوی وغوښتل چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره لازياتې مرستې برابرې کړي، څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS