په غزني ولایت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش
د غـزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ پر (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل.
په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور د اړتيا وړ مواد شامل وو، په شفاف ډول پر مستحقو کسانو باندې ووېشل شول.
د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د مرسته کوونکې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او له هغوی وغوښتل چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره لازياتې مرستې برابرې کړي، څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وشي.
