د ننګرهار ولایت اړوند پر (۵۰۰) مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۱۵

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د لیف خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کامې ولسوالۍ اړوند پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو د‌ ویش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته ډاډ ورکړ چې یاد ریاست به د مرستندويه مؤسسو او خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هغوی لپاره لا زياتې برابرې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۵۶
Background image

په لوګر ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغانستان بشري مرستو مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په موخه، د (۷۰) تنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۵۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو لپاره د ښوونیزو اړتیاوو سنجونې پروګرام ترسره شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ سره په همغږۍ د دې وزارت کارکوونکو لپاره د ښوونیزو اړتیاوو د سنجونې پروګرام ترسره کړ.

یاد پروګرام چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۳
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسي ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د شفافو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ،. . .

BACK TO NEWS