په غزني ولایت کې پر (۱۰۸) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۶
mmd

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۸) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکو ترڅنګ، نغدي مرستې ووېشلې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکيم دانش او د (HHRD) خیریه مؤسسې استازو هم شتون درلود.

محترم ملا عبدالحکیم دانش د‌ یادې مؤسسې له مرستو یې مننه وکړه او په راتلونکي کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا زیاتو مرستو د‌ برابرولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS