د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو بررسي پیل شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د هدایت پر اساس د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي چې د یاد رياست اړوند درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم امین الله امیني او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله، خوست ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو بررسي پیل کړه.
تمه ده چې یاد پلاوی به د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت بهیر او د یاد ریاست له نورو اداري چارو څخه په هر اړخیز ډول بررسي ترسره کړي.
د دې بررسي اصلي موخه د سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د مخکیني پلاوي د سپارښتنو تعقیبول، د وړاندې شویو خدمتونو په برخه کې د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شته نیمګړتیاوو پيژندل دي.
د یادونې وړ ده چې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ترسره شویو کړنو د بررسي پر مهال د یاد ریاست رئیس محترم مولوي عبدالرحیم احسان او د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي سید ولي حماد هم شتون درلود.
