د پکتیکا ولایت شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته نوي رئیس معرفي شو

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۳۰
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي محمد حنیف سيف الخالد د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د نوي رئيس او محترم حافظ عبدالکریم په همدې رياست کې د آمر په توګه اړوند‌ کارکوونکو ته په رسمي ډول معرفي او خپلې چارې يې پیل کړې.

د معرفي په غونډه کې د کارکوونکو چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صديقي، د وزارت د‌ مقام د دفتر رئيس محترم مولوي شاه محمد دوست او ځنیو ولايتي مسؤلينو حضور درلود.

په دې پروګرام کې د کارکوونکو چارو رئيس محترم مولوي محمد موسى صديقي په ځینو مهمو اداري مسایلو بحث وکړ او د پخواني رئیس، محترم مولوي محمد نبي وهاج، د خدمتونو  څخه یې مننه او قدرداني څرګنده کړه، وروسته يې د دې ریاست ټولو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې په بشپړ دقت او جديت سره خپلو دندو ته پام وکړي ترڅو د ریاست اهداف په مؤثره توګه تحقق ومومي.

همدارنګه د وزرات د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست هم مسؤلیت امتیاز نه بلکه یو ستر امانت وباله او ټینګار یې وکړ چې ټول باید خپلو دندو او مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شي او هېڅکله هم غفلت او بې پروايي ونه کړي.

د پکتیکا ولايت مقام اداري آمر محترم مولوي اسامه هم په دې غونډه کې خبرې وکړې د پخواني رئیس کارونه او هلې ځلې يې وستایلې او له نوي رئيس سره يې د ولایت مقام په استازيتوب د ګډ کار او همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۹:۷
Background image

په کابل ولایت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یو شمېر بهرنیو سیلانیانو په مالي ملاتړ د دې ولایت اړوند پر (۱۵۰) تنو مستحقو کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د خوراکي توکو مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۹:۴
Background image

په بلخ ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) کورنیو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د اړمنو کسانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې د خوراکي توکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۴۳
Background image

په سرپل ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې د مرستو وېش

د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند د شهیدانو او معلولینو  پر (۵۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو شپږ (۶) ډوله بېلابېلې مرستې په. . .

BACK TO NEWS