د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د دوو پروژو د پرانیستلو تر څنګ، پر (۲۴۰) تنو مستحقو یتیمانو د حفظ الصحې توکي ووېشل

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۱۵
mmd

د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اچ، اچ، آر، دي خیریه مؤسسې په همغږۍ د دې ولایت اړوند د حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه په دارالایتام کې د تصفیه شویو اوبو د یوې شبکې او څلورو بابو تشنابونو د جوړولو چارې بشپړې کړې. یاده پروژه چې ټولیز لګښت یې دیارلس زره (۱۳۰۰۰) امریکايي ډالره وو، د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره چمتو او پرانیستل شوه.

د یادې پروژې د پرانيستې په پروګرام کې د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش، د اقتصاد رياست، د جهادي مدرسې استازو او د اچ، اچ، آر، ډي نړېوالې مؤسسې ولايتي مسؤل محترم اسدالله عليزي هم شتون درلود.

محترم ملا عبدالحکیم دانش د یادې مؤسسې له مسؤل څخه مننه وکړه چې تل یې د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ د یتیمانو او معلولینو لاسنیوی کړی دی.

د یادونې وړ ده چې پر (۲۴۰) تنو یتیمانو باندې د حفظ الصحې توکي هم ووېشل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۱۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې (٣٨٠) تنو مستحقینو مرستې ترلاسه کړې

د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د اچ، اچ، آر، ډي نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په (٣٨٠) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۹
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۵۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د کندهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په (۵۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې اته (۸) ډوله خوراکي توکي ووېشل.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

په لغمان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۱۵۰) کورنیو باندې سولرونه ووېشل شول

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ژوند د وضعیت ښه کولو په موخه، د HHRD خیریه مؤسسې سره په همغږي، پر (۱۵۰) مستحقو کورنيو باندې د لمریزې برېښنا. . .

BACK TO NEWS