په کندهار ولايت کې پر (۱۲۸) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۹:۸

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولايت او ولسواليو اړوند پر (۱۲۸) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ويلچرونه ووېشل، چې (۱۲۰) تنو ته ساده او (۸) تنو نورو مستحقینو ته برېښنايي ویلچرونه ورکړل شول، همداراز هر معلول سره د لارې کرايې په موخه یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د ويلچرونو د وېش پر مهال د‌ کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالقاهر فېروز د یادې خیریه مؤسسې له لوري معلولینو ته د ترسره شويو مرستو قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۲۴
Background image

د کابل ولایت پر (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د آلمان هيواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ څو میاشتې وړاندې د (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د خیاطۍ، فلزکاري، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۹:۸
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۱۲۸) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولايت او ولسواليو اړوند پر (۱۲۸) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ويلچرونه ووېشل، چې (۱۲۰) تنو ته ساده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۸:۵۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوه خالي بست لپاره ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست اړوند د اجرائیه مدیر بست لپاره د آزادې سیالۍ له لارې ازموینه ترسره شوه.

په یاده ازموینه کې لسو (۱۰) تنو وړ کسانو ګډون کړی وو، چې د. . .

BACK TO NEWS