په ننګرهار ولایت کې پر (۳۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د شپږ ډوله خوراکي توکو ترڅنګ، د اختر لپاره جامې او یو اندازه نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش پر مهال د خوګياڼو ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدير او د یادې خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
