په میدان وردګ ولايت کې د شهيدانو پر (۲۵۰) کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۲:۲۸

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ولایت مقام سره په همغږۍ، د شهیدانو پر (۲۵۰) کورنیو باندې اته لکه (۸۰۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ووېشلې.

همداراز د سیلاب خیریه بنسټ له لوري هم مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د یادونې وړ ده چې یادې نغدي مرستې د میدان وردګ ولایت د والي محترم قاري بختیار معاذ له لوري د شهیدانو کورنیو ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

په غزني ولایت کې د شهیدانو او معلولینو له کورنيو (۱۰۸) تنه کسان د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د‌ (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو له کورنيو څخه (۱۰۸) تنو مستحقو کسانو ته د‌ موبایل  ترمیم، خياطۍ او په نورو برخو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۶
Background image

په غزني ولایت کې پر (۱۰۸) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۸) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکو ترڅنګ، نغدي مرستې ووېشلې.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د بیروکراسي( کاغذ پراني ) د مخنیوي په موخه غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو. . .

BACK TO NEWS