د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د ارچي ولسوالۍ ته سفر وکړ
د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان د ارچي ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر، همداراز هغوی ته د یوې خیریه مؤسسې له لوري د نغدي مرستو د وېش او د شهیدانو کورنیو د تثبیت او ثبت پروسې څخه یې ارزونه ترسره کړه.
محترم مولوي نقیب الله سنان د ارچي ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت له اجراآتو څخه د لیدنې ترڅنګ، د یو شمېر شهیدانو له کورنیو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې ترسره کړې.
