د ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینوچارو په ریاستونو کې د لمریزې بریښنا سیسټم نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډیتابیس او معلوماتو ریاست لخوا په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د یاد وزارت اړوند ریاستونو ته د پاور بانک جوړولو په موخه د لمریزې بریښنا سیسټم نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په یادو لمریزو بریښنايي سیسټمونو په مجموعي ډول(۶۸۰۰۰۰) افغانۍ لګښت راغلی چې هر ریاست ته به (۵۵۰۰) واټه انرژي تولید کړي.
یاد سیسټم د ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو ته د برېښنايي انرژۍ د کموالي د ستونزو له منځه وړلو په موخه رامنځته شوی تر څو په الکټرونیکي سیسټم کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت پر مهال د مراجعینو او کارکوونکو د وخت له ضایع کېدو او د ثبت په چارو کې د ځنډ او خنډ مخنیوی وشي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابیس او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ کال کې په پام کې لري چې نوی الکټرونیکي سیسټم د هېواد نورو پاتې ولایتونو ته وغځوي او هغه ولایتونه چې د برېښنا انرژۍ له کموالي سره مخ دي، ژر تر ژره لمریز برېښنايي سیسټمونه ورته فعاله کړي.