د ملکي شهیدانو وارثینو او ملکي معلولینو ته د هندوستان هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

mmd_admin
;ic

د ملکي شهیدانو وارثینو او ملکي معلولینو ته د هندوستان هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

 

دوست هېواد هندوستان د ملکي شهیدانو وارثینو او ملکي معلولیت لرونکو وګړو د ظرفیت لوړونې او بشري سرچینو د پیاوړتیا په موخه د لېسانس په برخه کې ۳۵ تحصیلي بورسونه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته ځانګړي کړي دي او وزارت یې د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو او امتیازاتو قانون د ۱۰ او ۱۹ مادو پر بنسټ په شرایطو برابرو کسانو ته ویشي. په مرکز کې د لوړو زده کړو مینه وال او په شرایطو برابر کسان کولای شي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او په ولایتونو کې د دې وزارت آمریتونو ته مراجعه وکړي. د ازموینې فورمه لهhttps://www.mohe.gov.af/prs/scholarship/ لینک څخه ترلاسه او په انلاین توګه ډکه کړئ.

د بورسونو شرایط:

- د تابعیت تذکره

- شهادت نامه یا د معارف د اړوند ریاست له لوري درې کلنې تایید شوې نمرې

- انګلیسي ژبه یې زده وي

- عمر یې ۱۸ څخه تر ۳۰ کالو پورې وي

د شهید شرعي وثیقه خط، چې د درخواست کوونکي نوم پکې لیکل شوی وي او د درخواست کوونکي معلولیت لرونکي شخص کتابچه

- په انلاین توګه د ډکې شوې فورمې کاپي

د نورو معلوماتو لپاره په لاندې شمېره اړیکه ونیسئ:

۰۷۰۶۶۸۶۴۱۵

نوت: له دې امتیاز څخه یوازې د ملکي شهیدانو هغه وارثین او ملکي معلولیت لرونکي وګړي، چې نوم یې په وثیقه لیک کې درج او معلولیت یې د زده کړو خنډ نه شي، ګټه اخیستلای شي.

د پروسې د پای نېټه: چهارشنبه د ۱۳ قوس ۱۳۹۸

د شکایت پر مهال په دې شمېره او برېښنالیک اړیکه ونیسئ:

شمېره: ۰۷۸۲۷۰۰۸۰۰

برېښنالیک  aryubi.mmd@gmail.com :

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

Back to announcements