د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ملاتړ صندوق د جوړیدو په موخه د اړوندو وزارتونو د استازو ناسته ترسره شوه

mmd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۹:۴۷
pic

د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ملاتړ صندوق د جوړیدو په موخه د اړوندو وزارتونو د استازو ناسته ترسره شوه.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت لخوا د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ صندوق د رامنځته کولو په موخه د څلورو وزارتونو د استازو تر منځ د غازي آمان الله خان د غونډو په تالار کې ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د مالیې، عدلیې او حج او اوقافو وزارتونو استازو او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مسولینو د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ صندوق پر تخنیکي او حقوقي اړخونو هر اړخیز بحثونه وکړل او د دغه صندوق د جوړېدو حقوقي او تخنیکي چارې یې بشپړې کړې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS