د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست مسؤلینو د خپلو ترسره شوو فعالیتونو او خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د فراه ولایت محترم والي د یاد ریاست د کارکوونکو هڅې وستایلې، همداراز د یو شمېر معلولینو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې يې واورېدې او د همدردۍ په توګه یې ورسره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې (۴۹) مستحقو کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د قمر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پر (۴۹) مستحقو کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته (۱۴۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

دغه مرستې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۳
Background image

په زابل ولایت کې یو شمېر مستحقو یتیمانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (IHH) نړيوالې مؤسسې په مالي ملاتړ او همغږۍ د یاد ولایت پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې زرنج نقليه وسایط ووېشل.

د یادو وسایطو د وېش پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندهار ولايت کې یو شمېر مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د عدليې رياست سره په همغږۍ د (۲۵) یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه شیدې ورکوونکې وزې ووېشلې.

د شهیدانو او معلولینو چارو. . .

BACK TO NEWS