د شهیدانو د کورنیو او معلولینو ملاتړ د ټولنې د هر فرد مسولیت دی

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۹:۵
یس

د شهیدانو د کورنیو او معلولینو ملاتړ د ټولنې د هر فرد مسولیت دی

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د یاد وزارت پخواني وزیر لعل الدین آریوبي سره وکتل او د دومداره همکارۍ په ساتلو یې تاکید وکړ.

ښاغلي فاروقي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لپاره د پخواني وزیر لعل الدین آریوبي د ترسره کړو خدمتونو د ستاینې تر څنګ د نوموړي له راتګ، سلامشورو او نېک نیت مننه وکړه.

ښاغلي آریوبي وویل: اوس هم د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خپل دیني، اخلاقي او بشري اصولو پر بنسټ ژمن دی او که د دولت په هره برخه کې وي لومړیتوب به یې دغه قشر ته د خدمتونو برابرول وي.

دواړو لوریو د همکارۍ او همغږۍ پر ساتنې او دوام تاکید وکړ او د یاد قشر ملاتړ یې د ټولنې د هر فرد دیني او انساني مسولیت وګڼه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳۱
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

BACK TO NEWS