د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر یو شمېر معلولیت لرونکو وګړو باندې برېښنایي ویلچرونه ووېشل شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۰:۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو راکمولو او هغوی ته د ژوند اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د اتیا (۸۰) تنو معلولینو لپاره برېښنایي ویلچرونه چمتو کړي دي، نن په دې وزارت کې ديرش (( ٣٠ )) مستحقو معلولینو برېښنایي ویلچرونه ترلاسه کړل، او پاتې نورو ته به هم په نږدې ورځو کې ورته ویلچرونه ووېشل شي، په دې ترتیب هر مستحق معلول تقریباً د (۸۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت برېښنايي ويلچرونه ترلاسه کړ.

یاد ویلچرونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، د څارنې او ارزونې ریاست استازي او د مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې په شفاف او منظم ډول پر مستحقو کسانو باندې ووېشل شول.

د یادونې وړ ده چې هر مستحق ته د ویلچرونو سربېره یو اندازه نغدي مرستې د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه په هلمند ولايت کې څارنه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي چې محترم حکمت الله بدري، محترم صدیق الله جهاني او محترم منیر احمد شیرزي یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو تخنیکي پلاوي د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي برېښنایي سیسټم د څارنې په موخه سمنګان ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو ریاست د ام، آی، اس سیسټم آمر محترم انجنير الله محمد دوست په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۱:۲
Background image

په بادغيس ولايت کې پر څلوېښت (۴۰) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست په هڅو او د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په همکارۍ په دې ولايت کې د شهيدانو او معلولينو پر (۴۰) مستحقو کورنيو باندې ژمنۍ البسه او خوراکي. . .

BACK TO NEWS