د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو څخه د ملاتړ او هغوی سره د مرستو په موخه د عبدالله اید مؤسسې سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۵:۱۵
mmd

یاد هوکړه لیکونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د عبدالله اید مؤسسې مرستیال محترم عبدالصمد اسحق زي تر منځ لاسلیک شول چې د یوه هوکړه لیک له مخې به په کابل ولایت کې پنځوس(۵۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو ته ويلچيرونه ووېشل شي.

همداراز د دویم هوکړه لیک له مخې به په خوست ولایت کې پنځه سوه (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي شامل دي پر مستحقو کسانو وویشل شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک پرمهال د یادې مؤسسې له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وویل: "یتیمان، کونډې او معلولین د ټولنې تر ټولو زیات اړمن قشر دی هڅه مو دا ده چې د خیریه بنسټونو او  مؤسسو په همکارۍ هغوی ته لا ډیرې مرستې راجلب کړو."

د يادونې وړ ده، چې د يادو شویو پروژو ټوليز ارزښت پنځه دیرش زره او څلورسوه او اته ویشت (۳۵۴۲۸)امريکايي ډالره دى، چې هره يوه به يې د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز مرستندویه مؤسسې (MHI) ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د ښه زده کړه ئیزو فرصتونو د برابرولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د څه باندې (۴۷۸) زره افغانیو په ارزښت د د مسلم هنډز مرستندویه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، غوړیو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د لغمان ولايت د‌ شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او مراجعینو ته د معياري خدمتونو وړاندې کولو په موخه د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د. . .

BACK TO NEWS