د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د یونیسف د ټولنیز خوندیتوب د څانګې له مشر سره وکتل.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي عبدالرزاق آخند د یونیسف د ټولنیز خوندیتوب د څانګې له مشر سټینلي ګواویا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د پلان او همغږۍ رئیس سید محمد عظیم آغا، د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسئول مفتي فیصل، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډیټابیس رئیس ملا رحمت الله خالد هم ګډون درلود د سټینلي ګواویا د یونیسف د ټولنیز خوندیتوب د څانګې مشر او د یونیسف د پالیسۍ او اقتصادي متخصص کنډي کلیمو سره په بېلا بېلو برخو کې خبرې اترې وکړې.
د غونډه په پیل کې مولوي عبدالرزاق آخند د یتیمانو او معلولینو پر وړاندې د شته ننګونو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "معلولیت لرونکي وګړي او یتیمان د سرپناه د نشتوالي، حرفوي زده کړو ته د نه لاسرسي او همدارنګه د اقتصادي ستونزو سره مخ دي نو له دې امله د مرستندویه بنسټونو او موسسو څخه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې له معلولینو او یتیمانو سره مرسته وکړي".
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال همداراز د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه هم معلومات وړاندې کړل او د یونیسف د ټولنیزخوندیتوب له مشر څخه یې وغوښتل ترڅو معلولیت لرونکو کسانو ته د درملنې او مصنوعي غړو د جوړونې په برخه کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي.
نوموړي د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت په ډيټابيس کې د معلولينو او يتيمانو د ثبت يادونه وکړه او ويې ويل: دغه وزارت په پام کې لري چې د جعلکارۍ د مخنيوي په موخه د مرکز په ګډون د هېواد په لسو ولايتونو کې د بايوميټريک سيستم فعال کړي.
په دې کتنه کې د یونیسف د ټولنیز خوندیتوب د څانګې مشر سټینلي ګواویا هم د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې واورېدې او په یاده برخه کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.