د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان لپاره پراختیا او بشري مرستو (AHAOD) مؤسسې ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان لپاره پراختیا او بشري مرستو (AHAOD) مؤسسې سره د (۱۹۸) زره او (۹۱۶) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.
د دې هوکړه لیک له مخې به د زابل ولایت اړوند د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه (۱۷۰) تنو مستحقو کسانو لپاره د سولر ترمیم او د لوښو مینځلو مایع تولید په برخو کې د مسلکي استادانو له خوا روزنه ورکول کېږي، د فراغت پر مهال به ورته د کاروبار د پیل لپاره اړین وسایل هم په واک کې ورکړل شي.
یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې مرستندويه مؤسسې رئيس محترم الحاج محمد اکبر ترمنځ لاسلیک شو او د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به تطبیق شي.
