د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوند د دعوت او ارشاد چارې و ارزول شوې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۲۱

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم مولوي سخي جان یې ملتیا کوله، جوزجان ولایت ته یې سفر وکړ، هلته یې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو سره له نږدې وکتل او د دعوت او ارشاد له چارو څخه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود د دې لیدنۍ پر مهال کارکوونکو ته د علم او پوهۍ په ارزښت او اهمیت هر اړخیزه وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې د علم زده کړه نه یوازې د دنیا د پرمختګ او بریا لپاره لاره هواروي، بلکې د اخرت د کامیابۍ سبب هم ګرځي. نوموړي ټینګار وکړ چې باید هر څوک د علم په ترلاسه کولو کې خپل ټول توان، هڅه او علاقه په کار واچوي، ځکه پرمختګ او نېکمرغي د پوهې او علم پر مټ راځي.

همداراز محترم مولوي محمد امین درویش د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو ته اصلاحي خبرې وکړې او یادونه یې وکړه: د اسلامي امارت مشران د خپلې مهربانۍ پر اساس زموږ د دنیوي ژوند ترڅنګ، د اخروي کامیابۍ په اړه هم فکر کوي او زمینه یې برابره کړې ده چې موږ د الله جل جلاله دین زده کړو او د هغه زده کړې په ورځني ژوند کې عملي کړو.

د یادونې وړ ده چې د یاد ریاست د دعوت او ارشاد چارو له مسؤل سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS