د اړیکو مرکز

                   د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کال سنټر (د اړیکو مرکز)

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړیکو مرکز د اترا ادارې په همکارۍ په (۱۳۹۸) لمریز کال په پېل کې رامنځته، او د چنګاښ په میاشت کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو وخت پر وخت د یاد مرکز سره تلیفوني اړیکې نېولې او خپلې ستونزې، غوښتنې، اړتیاوې، وړاندیزونه یې شریکول، د دې مرکز چارې د بېلابېلو لاملونو له امله د یوې لنډې مودې لپاره له ځنډ سره مخ شوې. خو له نېکه مرغه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې له امله په نننۍ عصري ټکنالوژۍ سمبال دا مرکز بیاځلي فعال شو.

یاد مرکز د یو منظم کاري او مسلکي پرسونل پر مټ د هېوادوالو ټولې اړیکې په سمه او غوره بڼه ځوابوي، د هغوی هر ډول غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه را اخلي او بیا یې له مسؤلنیو سره شریکوي، تر څو د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسیدګي وشي.

دا مرکز هره ورځ د سهار له اتو بجو څخه تر مازدیګر څلورو بجو پورې د هېواوالو په خدمت کې دی او د وزارت د هر ډول خدمتونو، لاسته راوړنو، پرمختګونو، عامه پوهاوي، د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو میاشتنې نغدي مساعدتونو د ورکړې، د تثبیت او ثبت پروسې د څرنګوالي او نورو مهمو مواردو په تړاو له هغوی سره په پوره حوصله مندۍ او لېوالتیا معلومات شریکوي.

د وزارت مشرتابه او کارکوونکي هڅه کوي، څو د لرې پرتو سیمو د شهیدانو وارثین او معلولین، چې رسنیو ته لاسرسی نه لري، له وزارت سره د همدې مرکز له لارې په آسانۍ سره په دې (۰۲۰۲۵۲۶۷۰۵) شمېره اړیکه ونیسي او خپلې پوښتنې، اندېښنې، ستونزې، غوښتنې، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړي.